نظافت ته د اسلام پاملرنه
پوښتنه
اسلام پاکي او نظافت ته څومره پاملرنه کړې؟
ځواب
اسلام پاکوالي او نظافت ته هڅونه کوي، او هغه يې د خپل رسالت یو اصل او د ايمان يوه برخه ګڼلې ده او خپلو پيروانو ته يې امر کړی چې په بېلابېلو برخو کې د نظافت او پاکۍ اسباب په پام کې ونیسي. دا ځکه چې نظافت د روح په تزکیه او یو شخص ته د خپل ژوند د مسئولیتونو په غاړه اخستو هڅونه کې ژوره اغیزه لري. او اسلام نظافت په خپل ذات كې مقصود عبادت ګرځولى لکه اودس او غسل او د ډيرو عباداتو ته يې د داخلیدو شرط ګرځولی. لکه د لمانځه ، د بیت الله طواف او د قرآن کریم تلاوت ، لکه څنګه چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: «لَا تُقْبَلُ صَلَاةٌ بِغَيْرِ طَهُور» متفق عليه. ژباړه:"له طهارت(اودس) پرته لمونځ نه قبلیږي"
او په اسلام کې د نظافت او پاکي له نښانو څخه همدارنکه له کسافاتو او چتلیو څخه د کورونو، او عمومي ځاینو پاکول هم دي؛ ځکه نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي:" الله پاک دی او پاکي خوښوي، نظيف دی نظافت خوښوي، کریم دی کرم خوښوي، سخي دى سخا خوښوي، نو تاسو ځانونه پاک کړی- ګمان کوم وویل – كورونه مو پاک کړب او له يهودو سره مشابهت مكوئ" امام ترمذی روایت کړی.