په برایل بڼه د لیکل شوي قرآن بی اود...

Egypt's Dar Al-Ifta

په برایل بڼه د لیکل شوي قرآن بی اودسه لمس کول

پوښتنه

د ړندو لپاره په بریل پڼه د لیکل شوي قرآن بی اودسه لمس کول څه حکم لري؟

ځواب

په مسلمان باندې واجب دې چې د قرآن کریم درناوی او احترام وکړي، تقدیس او ساتنه یې وکړي. د قرآن د تعظیم او ساتنې یوه بڼه دا ده چې یوازې په اوداسه او پاکي حالت کې یې لمس کړي. او د بی اودسه شخص لپاره د قرآن لمس کول جواز نه لري، هغه کوچنۍ بی اودسي وي، او که  لویه، او په بریل بڼه د ړندو لپاره لیکل شوي قرآن خپله د قرآن حکم اخلي؛ نو احترام او ساتنه یې واجب ده او د علماوو له اقوالو څخه د ټاکل شوي قول په بنا د بی اودسه لپاره یې لمس کول حرام دي.

او که څوک په دې کار سره په ستونزه یا او مشقت کې واقع کیږي او په مستقیمه توګه د له بریل څخه د قرآن کریم تلاوت ته اړتیا لرې؛ د حفظ او تعلیم لپاره او يا یې په اوداسه لپاره څوک نه درلودل چې ورسره مرسته وکړي، نو په دې  صورت کې ترې ګټه اخيستلای شي. د هغو مالکي فقهاوو په تقلید چې دې کار ته یې اجازه ورکړي.

Share this:

Related Fatwas