د ښځو سره د تکفیریانو چلند
پوښتنه
د ترهګرو ډلو په نزد د ښځو منزلت څه دی؟
ځواب
تروریستي سازمانونه او ډلې د ښځو سپکاوی کوی په خورا وحشتناکه توګه له ښځو څخه د دنیاوي موخو او پستو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره ناوړه ګټه پورته کوي، چې له اسلام سره هیڅ تړاو نه لري، ځکه چې په دې کې مسلمانې ښځې او نجونې - او همدارنګه نارینه او ځوانانو –دغو د فکري پلوه شاذ او د عقیدی او انسانيت له ارخه منحرفو سازمانونو سره یوځای کیدو ته دوکه کیږي ترڅو د ځمکې په یوه برخه کې خپل نفوذ پراخ کړي او د اسلامي دولت د جوړولو ادعا وکړي او ځان د نړۍ د مسلمانانو د ساتونکو په توګه وټاکي، دوی د اسلام سره په ټکر کې دي، چې د سولې، زغم او په ښځو دمهربانۍ دین دی،
او ښځې د تروریستي سازمانونو او ډلو، په ځانګړې توګه د افراطي ترهګر سازمان "داعش" لخوا د بشري سرغړونو ترټولو ډير زیان موندونکې ګڼل کیږي، چیرته چې ښځې د جنسي تیري، اختطاف، قتل، دره وهل او سنګسار او د ورته برخلیک سره مخ دي،داعش د ښځو په اسیر نیولو او د جبري ودونو په راژوندي کولو سره د دې ډلې وحشيتوب او بیهوده توب نور هم زیات کړی.
په هغو سیمو کې چې د القاعدې یا داعش تر ولکې لاندې دي، ښځې تر ټولو زیات ځورېږي، ځکه چې له محرم پرته له خپلو کورونو په نه وتلو مجبورې کیږي، همدارنګه، ښځې د حسبه پولیسو له شتون څخه رنځ وړي، چې د خنساء کنډک "كتيبة خنساء" لخوا یې استازیتوب کیږي، چې دا د دې سازمان تر کنټرول لاندې سیمو کې د ښځو څارنه کوي، دا کنډک هغو کسانو ته سزا ورکوي چې د دې سازمان لخوا وضع شوي نورمونو او قوانینو څخه سرغړونه وکوي.