د ولادت تنظیم

Egypt's Dar Al-Ifta

د ولادت تنظیم

پوښتنه

د ولادت د کنټرول(تنظیم) حکم څه دی؟

ځواب

د اولادونو تنظیم لپاره د کورنۍ پلان جوړونه د ژوند او شریعت اړتیا ګرځیدلې ده؛ د کورنۍ د راتلونکي د اداره کولو لپاره د امیندوارۍ د دورو ترمنځ ځنډ راوستل یا یې د همدې هدف لپاره د یوې ټاکلې مودې لپاره د بندول لازمه چاره ګرځیدلې ده؛ ځکه چې دا له یوې خوا د منابعو او اولادونو ترمنځ د تناسب سمون لپاره او له بلې خوا د شرعي احکامو او مقاصدو غوښتنه هم همدا ده. شريعت د نسل د ساتنې او کيفيت غوښتنه کړې، او د اړتيا په صورت کې يې د عزل اجازه ورکړې ده، او دا د ځينو احاديثو له بلنې سره په ټکر کې نه ده چې یو وخت کې يې د تکاثر او اولادونو زیات والي ته بلنه کړې ده؛ ځکه چې مقصد یې هغه نسل او اولادونه دي چې په خپل تعلیم او روغتیا کې ریښتینی ویاړونه راوړي، نه دا چې یوازې زیات وي لکه د سیلاب د خځلو په شان.

Share this:

Related Fatwas